قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په هرات کې هیڅ ښځینه ورزشي خبریاله شتون نلري

په هرات کې هیڅ ښځینه ورزشي خبریاله شتون نلري

د دسمبر ۱۰ مه / د ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸ مه

په هرات کې یو شمیر ښځینه خبریالانې وایي، چې د دودیزې ټولنې شتون او د دولت او ورزشي برخې د مسوولانو نه پاملرنه د دې سبب شوې چې ښځې ورزشي برخې ته کمه لیوالتیا وښيي.

ورزش په رسنیو کې د کار یوه له شور او ځوږ څخه ډکه برخه ده، خو تر اوسه په هرات کې هیڅ خبریاله په دې برخه کې مسلکي کار نه کوي او ښځینه خبریالانې دې برخې ته ډیره کمه لیوالتیا لري.

ستورۍ کریمي چې ۱۴ کاله کیږي د هرات په رسنیو کې فعالیت کوي وایي، چې د دولت او رسنیو نه پاملرنه د دې سبب ګرځیدلې چې ښځې دې برخې ته مخه نه کړي.

هغه زیاتوي، چې د ټولنې دودیزه بڼه او د ورزش له اړخه رسنیو ته د ګټې نه رسیدل هم د رسنیو په ورزشي برخه کې د ښځینه خبریالانو د کمرنګه فعالیت یو دلیل کیدای شي.

میرمن کریمي زیاتوي:” په پاملرنې دې ټکي ته چې په ورزشي ډګر کې د خبریالۍ کار نوی دی او دا چې بیا ښځې وکولی شي ورزشي میدانونو ته لاړې شي او له ساحې څخه راپور چمتو کړي، لا تر اوسه زموږ په ټولنه کې نه دی بنسټیز شوی او دا چې خلک دا خبره ومني، نو یو څه وخت ته اړتیا شته.”

یوه بله خبریاله ملکه محمود زاده هم وایي، چې د دودیزې ټولنې شتون او د ورزش برخې ته د پوهنتونونو نه پاملرنه ، د رسنیو په ورزشي برخه کې د ښځینه خبریالانو د نشتون لامل ګرځیدلې. هغه وایي، چې د ژورنالیزم په پوهنځي کې حتا یو مضمون هم د ورزشي ګزارش لیکلو د زده کړې په هکله شتون نلري.

هغه همداشان زیاتوي:” که د رسنیو او له خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو مسوولان د رسنیو په ورزشي برخه کې له ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي، په هرات کې به د دې برخې د پراختیا شاهدان وو.”

دې موضوع ته په پاملرنې، د ژورنالیزم پوهنځي استاده شیفته خواجه زاده هم وایي، چې له ورزش څخه د ښځینه خبریالانو نه پوهاوی او د پوهنځي په تعلیمي نصاب کې د ورزشي مضمون نشتون د دې سبب شوی چې د رسنیو په ورزشي برخه کې د ښځینه خبریالانو ونډه کمرنګه وي.

میرمن خواجه زاده وایي:” په پام کې ده چې په نژدې راتلونکې کې د هرات په ژورنالیزم پوهنځي کې د دوو نورو سیاسي او اقتصادي برخو تر څنګ، ورزشي برخه هم شامله کړو، څو هغه کسان چې د ورزشي ګزارشونو د لیکلو او جوړولو لیوالتیا لري، وکولی شي مسلکي ورزشي خبریالانې شي.”

د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مسوولان هم د رسنیو په ورزشي برخه کې د ښځینه خبریالانو د فعالیت په خاطر له هڅو خبر ورکوي.

په لویدیځ کې د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مسوول فیروز مشعوف بیا له ورزش څخه د ښځینه خبریالانو نه پوهاوی، د رسنیو په ورزشي برخه کې د دوی د نه شتون لامل ګڼي او وایي، چې دې ته په پاملرنې چې هر ورزش خاص قوانین لري او ښځینه خبریالانې هم ډیرې کمې له دغو قوانینو څخه خبرې وي یا معلومات نلري، نو اړینه ده ، هر خبریال چې غواړي ورزشي خبریال شي باید مسلکي کار وکړي.

هغه همداشان وایي:” د ښځو حضور د رسنیو په ورزشي برخه کې د دې لامل کیدای شي، چې تر ډیره په ورزشي فعالیتونو کې هم برخه واخلي.”

په هرات کې د یو زیات شمیر تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو پر شتون سربیره، په دې ټولو رسنیو کې حتا یوه ښځینه ورزشي خبریاله هم شتون نلري.

راپور: معصومه حیدري

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

په هرات کې جنسیتي توپیر او د ښځینه خبریالانو پر کار د باور نشتون

 هرات د فبرورۍ ۱۳ مه / د ۱۳۹۷ د کب ۲۲مه جنسیتي تبعیض او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *