قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په وردګو کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه ولې کمرنګه دي؟

په وردګو کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه ولې کمرنګه دي؟

 

د ۱۳۹۷ د لیندۍ ۱۷ مه / د دسمبر ۸  مه

په میدان وردګو کی د نارینه خبریالانو ترڅنګ ښځینه خبریالانو ته د ځاني او کاري خوندیتوب نشتون ، یو له هغو لاملونو څخه دی، چی رسنیز فعالیتونه یی کمرنګه کړي دي.

د اطلاعات او کلتور ریاست د معلوماتو آمر ښاغلی نجیب الله فکرمن هم د یادې موضوع په اړوند وایي چې په دغه ولایت کې د رسنیو د ښځینه کارکوونکو د فعالیت د کمرنګيتوب یوازینی لامل، د دوی نه خوندیتوب دی. هغه همدارنګه زیاته کړه، چی هره ورځ خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو په جریان کې د وسله والو او زورواکو کړیو له خوا ځورول  کیږي.

فکرمن وایي:” لکه څنګه چې رسنۍ د ټولنې څلورم ستون بلل کیږي، خو زما په اند د ټولنې ځواک مو همدا خبریالان په تیره، ښځینه خبریالانې دي، چی باید حکومت ورته هراړخیزه پاملرنه وکړي، ترڅو د ټولنې ناخوالې په ځانګړي ډول هغه ناخوالې چې نارینه خبریالان یې نشي منعکس کولی، ښځینه خبریالانې یې منعکسې او د مسوولینو تر غوږونو یې ورسوي.”

د ښځو د حقونو فعاله مسکا ظهیر بیا وایي، چې دې ولایت کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه له ۱۰۰% څخه ۱% هم ندي دا ځکه چې دلته ښځینه خبریالانې د ځاني او کاري خوندیتوب نشتون ترڅنګ د جنسیتي تبعیض یا تاوتریخوالي سره هم مخ دي چې له همدې کبله د معلوماتو د راټولولو او د ناخوالو په منعکس کولو کی پاتې راغلې دي.

اغلې ظهیر زیاته کړه، چی په رسنیو کی هم د ښځینه خبریالانو امتیازات نظر نارینه خبریالانو ته ډیر کم او یا هم هیڅ دي چی دا خپله د رسنیو د رهبریت یوه لویه سرغړونه ده.

همداشان یوه بله د ښځو د حقونو فعاله او خبریاله برشنا محمدي وایي، چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو په دګر کې ډیره وځورول شوم. تر دې حده پورې چې د کور شاوخوا ته مې د وسله والو مخالفینو او فاسدو چارواکو لخوا شپې پاڼې وغورځول شوې، ترڅو چې د هغوی د فساد او جرم ډکې څېرې د ولس مخې ته رانشي. دې ته ورته نورې ستونزې هم شته چې د دې ولایت خبریالان ترې سرټکوي، چې نه یې د ولایت مقام  آواز اوري او نه هم حکومت.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت یو شمیر مدني فعالانو او ښځینه خبریالانو، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز له  فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او دا مرکز یې د ښځینه خبریالانو د یووالي او همغږۍ بنسټ وباله.

د میدان وردګو ولایت، یو له مرکزي ولایتونو څخه دی چې لکه د نورو ولایتونو په شان پکې د ژورنالیستانو ټولنه هم له ډیر شمیر ستونزو او کړاوونو سره مخ ده ، چې له دغه بحران څخه د وتلو لپاره عامه پوهاوی ، د کلتوري محدودیتونو پر وړاندې مبارزه ، د ښځینه خبریالانو د ظرفیت او مسلکیتوب د کچې لوړول او د  حکومت او اړونده ادارو ملاتړ هغه لارې دي، چې کولی شي د ښځو د رسنیزو فعالیتونو په ښه کیدو کې اغیزمن رول ولوبوي.

راپور: اسیه وردګ

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې منشور په خاطر، د مرکز د کمپاینونو ادامه

کابل د دسمبر ۱۲ مه / د ۱۳۹۷ د لیندۍ ۲۱ مه په افغانستان کې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *