قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د کار له نه موندنې د ژورنالیزم د محصلانو اندیښنه

د کار له نه موندنې د ژورنالیزم د محصلانو اندیښنه

هرات

د دسمبر ۸ / د ۱۳۹۷ د لیندۍ ۱۷ مه

یو شمیر هغه محصلې نجونې چې د هرات د ژورنالیزم پوهنځي د عامه او ټولییزو اړیکو ډیپارټمنټ کې په لوست بوختې دي، د دغه تحصیلي څانګې د راتلونکو کاري ستونزو له کبله اندیښمنې دي.

په دغه پوهنتون کې د عامه اړیکو د څانګې په رامنځ ته کیدو، تر اوسه هم د دغه څانګې یوشمیر ښځینه محصلانې له ستونزو سر ټکوي.

د ژورنالیزم پوهنځي د عامه او ټولییزو اړیکو محصله سمیه الکوزی وایي، چې په دغه رشته کې د مسلکي کدرونو نشتون او د عامه اړیکو په نوم ادارو کې د دندې نشتون د دغه څانګې محصلانو ته ستونزې راټوکولې.

سربیره پر دغه اندیښنو او خنډونو داسې نجونې هم شته چې د دغه څانګې راتلونکې ته هیله منې دي.

د دغه څانګې محصله پریسا منصوري وایي:” سربیره پر دې چې عامه اړیکې په هیواد کې یو نوی واحد دی، خو بیا هم هغه کسان چې له دې څانګې فارغ شوي، ځینو ادارو ته په ورتګ،، په دې توانیدلي چې د دغه واحد ارزښتمنتوب بنسټیز کړي او همداشان دغه بنسټونه باورمن شوي چې د عامه اړیکو شتون یې په اداره کې اړین دی.”

سر بیره پر دې، دغه ښځې هیله لري چې د عامه اړیکو دیپارتمنټ کې د مسلکي استادانو په شتون سره به نورو ادارو یا سازمانونو کې د عامه اړیکو د واحد په رامنځته کولو سره د دغه برخې د پرمختګ شاهد اوسو.

په همدې حال کې د دغه څانګې ځینې استادان وایي چې د هیواد په ادارو کې د دغه واحد د رامنځته کولو په خاطر هڅې روانې دي.

د ژورنالیزم پوهنځي د عامه اړیکو د څانګې استاد پوهنیار نعمت الله سروري وایي، چې د عامه اړیکو څانګه په کال ۱۳۹۱ د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د ټولییزو اړیکو برخه کې رامنځته شوه چې د کال ۵۰ تنه محصلان له دې څانګې فارغ کیږي ، چې د ۳۰ تر ۴۰  سلنه یې نجونې دي.

ښاغلی سروري وایي ، چې دوی د ولایت مقام په غونډو کې تل په دې ټینګار کړی، چې د هرې ادارې په چوکاټ کې د عامه اړیکو برخې شتون اړین دی، چې دا هڅې تر ډیره بریالۍ دي او نن سبا د عامه اړیکو د برخې شتون په ادارو کې مخ په پراختیا دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات سیمه ییز مقامونه په ډیری ادارو کې د عامه اړیکو د څانګې نشتون مني.

د ولایت مقام ویاند جیلاني فرهاد وایي، چې عامه اړیکي یو له هغو واحدونو څخه دی چې به ادارو کې یې شتون اړین دی، خو تر اوسه په ډیری ادارو کې نه دی رامنځته شوی.

د عامه اړیکو څانګه په هیواد کې نوې ده او له تیرو شپږو کلونو راپدیخوا د هرات پوهنتون په چوکاټ کې رامنځ ته شوې ده.

گزارش: معصومه حیدري

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

په هرات کې جنسیتي توپیر او د ښځینه خبریالانو پر کار د باور نشتون

 هرات د فبرورۍ ۱۳ مه / د ۱۳۹۷ د کب ۲۲مه جنسیتي تبعیض او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *