قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د مرکز لخوا ښځینه خبریالانو ته د فرصتونو برابرول

د مرکز لخوا ښځینه خبریالانو ته د فرصتونو برابرول


 

غزنی

د دسمبر ۵ مه / د ۱۳۹۷د لیندۍ ۱۴  مه

د غزني په دودیزه ټولنه کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، ګڼ شمیر ښځینه خبریالانو ته د روزنیزو پروګرامونو زمینه برابره کړه.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په همکارۍ او هڅه ګڼ شمیر ښځینه خبریالانې د ظرفیت لوړونې په برخه کې د خبریالانو د ملاتړ بیلابیلو بنسټونو ته ورپیژندل شوې دي.

د ښځینه خبریالانو د مرکز استازې خدیجه اشرفي وایي، چې دې ولایت کې ښځینه خبریالانو د ژورنالیزم او رسنیزو فعالیتونو په ترسره کولو کې یو لړ روزنیزو پروګرامونو ته جدي اړتیا درلوده، چې دوی توانیدلي، روان کال د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په مرسته ورته یاده زمینه برابره کړي.

هغي وویل:(( د ژورنالیزم برخه کې ډیری نجونې د فعالیت لیوالتیا لري، خو د ټولنیزو ستونزو ترڅنګ په دې برخه کې د مسلکي زده کړو د نه درلودو له کبله له ستونزو سره مخ وې او جدي اړتیا وه، چې د ظرفیت لوړولو برخه کې ورته یو شمیر پروګرامونه په پام کې ونیول شي، موږ روان کال توانیدلي یو هغوی ته د خبریالانو د ملاتړ د بیلابیلو بنسټونو په مرسته لازم روزنیز پروګرامونه پلي کړو.))

د ملي راډیو ټلویزیون کارکوونکې ماه جبین هم چې دې ولایت کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز لخوا یې سږ کال په دوو، روزنیزو ورکشاپونو کې ګدون کړی وایې، چې پر مټ یې توانیدلي ډیر څه زده او په بیلابیلو رسنیزو برخو کې لازم معلومات او تجربې ترلاسه کړي.

آغلې ماه جبین وایې:(( موږ ډیر خوشحاله یو چې اوس راته د ژورنالیزم په برخه کې په نیول شویو رونیزو ورکشاپونو کې د ګډون چانس برابر شوی، کلونه کیږي چې زه د خبریالې په توګه دنده ترسره کوم، خو هیڅکله راته د رسنیزو فعالیتونو برخه کې په لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون فرصت نه و راکړل شوی. ))

زهرا هم چې په غزني کې د یوې خصوصي رسنۍ کارکوونکې ده، د خوښۍ څرګندونه وکړه چې روان کال یې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په مرسته دوو، روزنیزو ورکشاپونو کې ګډون کړی او ډیر څه یې پکې زده کړي او پر مټ یې توانیدلې په کاري ډګر کې خپلې ډیری نیمګړتیاوې پوره او حل کړي.

هغي وویل:(( سږ کال مې د رسنیزو خپرونو په برخه کې، د سکریپټ جوړولو او مؤثره پروګرامونو جوړولو او فوټو ژورنالیزم په دوو ورکشاپونو کې ګډون وکړ او دې برخه کې مې ډیر څه زده کړي دي.))

په غزني کې د خبریالانو د ملي اتحادیې مشر رحمت الله نیکزاد هم د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز له فعالیتونو څخه خوښي څرګندوي، چې په وینایې دوی توانیدلي روان کال د ښځینه خبریالانو د ګڼو ستونزو د حل ترڅنګ هغوی رسنیزو فعالیتونو ته تشویق او ورته د ظرفیت لوړونې په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو زمینه هم برابره کړي.

د یادوني وړ ده چې دمګړۍ په غزني کې شاوخوا ۱۳ تنه ښځې په سیمه ایزو رسنیو کې کار کوي.

 

ګزارش: خدیجه اشرفی

ایدیت: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

وسله والو کسانو په کابل کې د ټلویزیون کارکوونکې او خبریاله ووژله

کابل د می ۱۲ مه / د  ۱۳۹۸د غویي ۲۲ مه پخوانۍ خبریاله او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *