قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په هرات کې د ښځینه خبریالانو وضعیت

په هرات کې د ښځینه خبریالانو وضعیت

د نوامبر ۱۸ مه / د ۱۳۹۷د لړم ۲۷ مه

په هرات کې ځینې ښځینه خبریالانې، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کمرنګه شتون، دوی ته د رسنیو د مدیرانو لخوا نه پاملرنه او د هغوی کار ته ارزښت نه ورکول په ګوته کوي.

هرات چې د هیواد یو لوی ولایت دی او وروسته تر کابل پکې زیات شمیر غږیزې، تصویري، چاپي او آنلاین رسنۍ فعالیت لري، خو د ښځو حضور پکې لکه څنګه چې باید وي، نه تر سترګو کیږي.

سمیه ولیزاده، هغه خبریاله چې له ډیرو کلونو راپدیخوا یې له بیلابیلو رسنیو سره کار کړی وايي، چې هر کال زیات شمیر محصلانې د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغیږي، خو په رسنیو کې د دوی حضور کمرنګ دی، چې د دغه کمرنګه حضور دلیل د دغو خبریالانو د کاري امنیت نشتون دی.

خبریالانې باید په دې برخه کې اعتماد جوړونه وکړي او خپلې وړتیاوې وښيي. د رسنیو په کلیدي برخو کې کار وکړي او په تحقیقي او ګزارشي برخو کې ډیرې تر سترګو شي.

د ټولنې دودیز بندیزونه، چې له مخې یې د ښځو کار کول یوه ناوړه چاره ګڼل کیږي، د ښځینه خبریالانو پر کار او وړتیا نه باور او په رسنۍ او له رسنۍ څخه بهر د امنیت او خوندیتوب نشتون هغه دلایل دي، چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کمرنګه حضور لامل ګرځیدلي دي.

فریبا آرام یوه بله خبریاله، د ټولنې حالاتو ته په کتو، په رسنیو کې ښځو ته کار کول ستونزمن ګڼي، خو وایي چې ښځینه خبریالانو ته د کار شرایط د تیر په پرتله ښه شوي دي.

د ښځینه خبریالانو د شمیر د کمښت له وجهې، پخوا خلکو نه منله چې ښځې دې په رسنیو کې کار وکړي، خو د هر کال په تیریدو، چې زیات شمیر نجونې له ژورنالیزم څخه فارغیږي، د خلکو ذهنونه خلاص شوي او د ښځو دا حضور ورته د منلو وړ شوی دی.

بلخوا بیا دوه ګونی نظر او د ښځينه او نارینه کارکوونکو تر منځ توپیر هم د دې لامل شوی چې ښځې رسنیزو کارونو ته لیوالتیا ونه ښيي. په داسې حال کې چې ځینې د رسنیو مدیران ښځو ته د زیات کار په وړاندې کم معاش په نظر کې نیسي.

عارفه صبوري یوه بله خبریاله د رسنیو کارکوونکو تر منځ توپیریز چلند هم د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې یو خنډ ګڼي.

ښځینه خبریالانو ته د نارینه وو په پرتله ستونزې زیاتې دي. د ښځینه او نارینه کارکوونکو تر منځ توپیر، د رسنیو د مسوولانو لخوا د ښځینه خبریالانو نه هڅونه او تشویق او د ښځو د معاش کموالی، په کار کې د جنسیتي تبعیضونو څخه دي.

همداشان د هرات د سیمه ییزې ادارې ویاند جیلاني فرهاد وایي، چې موږ ته د هیچا په وړاندې توپیر او محدودیت د منلو وړ نه دی. د ولایت مقام هدایت او لارښوونه ټولو دولتي ادارو ته دا ده، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ، باید خبریالانو ته اطلاعات په واک کې ورکړل شي. هغه زیاتوي، چې د ښځینه خبریالانو د کار په وړاندې ځینې خنډونه شتون لري، چې دا خنډونه د هرات د ټولنې له موجوده وضعیت څخه رامنځ ته شوي دي.

ښاغلی فرهاد زیاتوي:” په افغاني ټولنه کې خبریالي له ستونزو او خنډونو څخه ډک کار دی، نو دې ټکي ته په پام سره موږ تر ډیره له ښځینه خبریالانو سره همکاري کړې او کوو یې.

په همدې حال کې د خبریالانو صنفي بنسټونه د هرات په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمیر هیله بښونکی ګڼي، خو تر څنګ یې د دوی په وړاندې د خنډونو او ستونزو یادونه هم کوي.

په هرات کې د خوندیتوب کمیټې د ښځو برخې مسووله عاطفه غفوري وایي، چې له بده مرغه هغه ښځې چې په رسنیو کې کار کوي سربیره پر دې چې د کار په وړاندې یې ستونزې شته، خو دوی خپله د خپلو ستونزو او شکایتونو د ثبت په خاطر د خبریالانو څخه ملاتړو بنسټونو ته مراجعه نه کوي.

هغه زیاتوي، چې ښځینه خبریالانې ځکه دا محافظه کاري کوي چې ویریږي د دوی آبرو او عزت تر پوښتنې لاندې راشي او یا هم خپله دنده له لاسه ورکړي.

پخوا وختونو کې ښځو په هره برخه کې محدودیتونه او ستونزې درلودلې، خو د عامه پوهاوي د برنامو د پلي کیدو له کبله اوس د ټولنې نظر د ښځینه خبریالانو د کار په هکله تر یوې کچې مثبت شوی دی او له ښه ځای ځایګي څخه برخمنې شوې دي.

گزارش: معصومه حیدري

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

وسله والو کسانو په کابل کې د ټلویزیون کارکوونکې او خبریاله ووژله

کابل د می ۱۲ مه / د  ۱۳۹۸د غویي ۲۲ مه پخوانۍ خبریاله او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *