قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د بلخ په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو ۲۰ سلنه کموالی

د بلخ په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو ۲۰ سلنه کموالی

 

د نوامبر ۱۷ مه/ د ۱۳۹۷ د لړم ۲۶ مه

په شمال زون کې د نی دفتر مسووله مبینه ساعی وایي، چې کم معاش، جنسیتي توپیر او په رسنیو کې اقتصادي ستونزې د ښځینه خبریالانو حضور ۲۰ سلنه راکم کړی دی.

میرمن ساعي د هغې څیړنې د پاېلو په هکله چې دوی تر سره کړې وایي:” کوم معاش چې ښځینه خبریالانې یې د خپل کار په بدل کې تر لاسه کوي ، د دوی لګښتونو ته بسنه نه کوي او دا یو ستر خنډ د دغه خبریالانو د کار په وړاندې دی.”

مبینه ساعي زیاتوي، د نی دفتر د څیړنې پایلې ښيي چې په هیواد کې خبریالانو ته بیمه نشته او دا سبب شوې چې خبریالان خپلو دوستانو ته هم ووایي چې د خبریالۍ له کار څخه لرې والی غوره کړي. اطلاعاتو ته نه لاسرسی او د خبریالانو ځورونې هم د دې ولایت د خبریالانو له ستونزو څخه دي، چې سبب شوې یو زیات شمیر ښځینه خبریالانې له خپلو دندو استعفا وکړي او په کور کښیني.

همداشان د مهر ټلویزیون د خبر ویانده عاطفه محمدي وایي:” سربیره پر دې چې د سهار له شپږو د ماښام تر اتو بجو کار کوم ، خو بیا مې هم معاش د نارینه وو په پرتله کم دی او همدا سبب شوې چې د خبریالۍ له دندې  زړه تورې شم او که وکولی شم چیرته بله دنده له ښه معاش سره ومومم، نو خبریالي پریږدم.”

د آزاد راډیو خبریاله الهه رسا هم په رسنیو کې ښځینه خبریالانو ته د ټیټو یا کمو حقوقو ورکول یوه ستونزه ګڼي او وایي، چې په ډیری رسنیو کې د ښځینه او نارینه حقوقو تر منځ زیات توپیر شتون لري . دا چاره د دې لامل شوې چې پر ښځینه خبریالانو فشار زیات او په رسنیو او ټولنه کې د کار کولو روحیه په دوی کې ضعیفه کړي.

بلخوا بیا د بیان شمال خبریاله مهناز موزون وایي:” سربیره پر دې چې زه خپل کاري دفتر کې کومه ستونزه نلرم، خو د خپل سترګو لیدلي حال څخه دا احساسوم چې ډیری ښځینه خبریالانې اړ دي  په موقتي، ټیټو او افتخاري پوستونو کې په کم معاش کار وکړي.”

میرمن موزون زیاتوي، چې د کار نشتون لامل شوی ، چې په سیمه ییزو رسنیو کې ښځینه خبریالانې د کم معاش په بدل کې زیات کار وکړي.

مهناز چې په بیلابیلو رسنیو کې د کار کولو پنځه کلنه تجربه لري وایي ، چې په ساحه کې خبریالي او کمره په لاس راپور جوړول یو ستونزمن کار دی، ځکه د افغانستان په شان سنتي او دودیزه ټولنه کې دا چاره تر اوسه نه ده عادي شوې او خلک ورسره ډیر نه دي عادت شوي.

په بلخ کې د اریانا ټلویزیون د خبر مسووله انوشه انصاري وایي، چې نا امني هم د ښځینه خبریالانو په وړاندې یو لوی خنډ دی. نا امني ښځینه خبریالانو ته د نارینه وو په پرتله ډیرې ستونزې رامنځ ته کوي. ښځینه خبریالانې نشي کولی لرې پرتو سیمو ته د راپور چمتو کولو په خاطر لاړې شي. له همدې کبله په ولایتي رسنیو کې د خبریالۍ په دنده کې د ښځو حضور کمرنګه دی.

میرمن انصاري زیاتوي، چې د ښځو پر کار نه باور بیا یوه بله ستونزه ده ، ځکه ډیری جدي او مهمې خپرونې او سیاسي بحثونه د نارینه وو لخوا مخ ته وړل کیږي او په دا ډول خپرونو کې د ښځو شتون نه تر سترګو کیږي. دا په ډاګه د ښځو پر ځواکمنتیا د نارینه مدیرانو نه باور ښکاره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سربیره پر دې ټولو ستونزو، ښځینه خبریالانو تل دا هڅه کړې او کوي یې چې په اطلاع او خبر رسونه کې فعاله ونډه ولري او هیله یې همدا ده چې د رسنیزو فعالیتونو په بهیر کې ورسره توپیري چلند ونشي.

ګزارش: مرسل امیني

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

په هرات کې جنسیتي توپیر او د ښځینه خبریالانو پر کار د باور نشتون

 هرات د فبرورۍ ۱۳ مه / د ۱۳۹۷ د کب ۲۲مه جنسیتي تبعیض او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *