قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / په فراه کې هیڅ مسلکي ښځینه خبریاله شتون نلري

په فراه کې هیڅ مسلکي ښځینه خبریاله شتون نلري

د نوامبر ۱۲ مه / د ۱۳۹۷ د لړم ۲۱ مه

په فراه ولایت کې پنځه غږیزې او یوه تصویري رسنۍ شتون لري، چې یوازې درې تنه ښځینه یې په دوو کې تفریحي خپرونې مخ ته وړي. د مسوولانو په وینا ، چې په دې ولایت کې هیڅ ښځینه مسلکي خبریاله شتون نلري.
تیر کال زیات شمیر ښځینه د فراه په رسنیو کې په کار بوختې وې، خو سږ کال یې په رسنیو کې ونډه کمرنګه شوې ده.
ډیرې ښځې او نجونې په دې باور دي، چې په رسنیو کې د دوی د ونډې د کمرنګه کیدو علت یا لامل، امنیتي ګواښونه ، د رسنیو اقتصادي ستونزې، په رسنیو کې د کاري فرصتونو نشتون، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د ټولنې ناوړه دودونه ، د کورنیو مخالفتونه او جنسیتي توپیرونه دي.
مرسل تیموري یوه خبریاله ده او وایي، چې ښځو ته د مسلکي زده کړو زمینه او کاري فرصتونه شتون نلري. هغه زیاتوي، چې دولتي ادارو کې یې دوی ته اطلاعاتو ته د لاسرسي امکانات کم کړي او دوی نه پریږدي چې په آسانه اطلاعات تر لاسه کړي. د دې تر څنګ ښځینه خبریالانو ته په دې ولایت کې هیڅ ډول پاملرنه نه کیږي.
تیموري له دولتي او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو څخه غواړي چې د ښځینه خبریالانو د وضعیت ښه کیدو په خاطر جدي اقدامات او پاملرنه وکړي.
نسیمه احمدي هم چې یوه خبریاله ده او د فراه له یوې رسنۍ سره کار کوي وایي:” د ښځینه خبریالانو په وړاندې چې کومې ستونزې او خنډونه شتون لري هغه، جګړه، فرهنګي یا دودیز خنډونه، د خلکو نه خبرتیا او د رسنیو مالي ستونزې دي، چې ډیری ښځینه خبریالانې یې دې ته اړ کړې چې له رسنیو سره کار پریږدي او نورو دندو ته مخه کړي.”
همداشان په دې برخه کې الهام امیني چې مخکې یې د دې ولایت له یوې رسنۍ سره دنده درلوده وایي، چې د خبریالۍ له کار سره ډیره مینه لري او غواړي چې له دې مسلک څخه په استفادې خپلو خلکو او په تیره بیا ښځو ته خدمت وکړي، خو په رسنیو کې د امکاناتو او بودجې د نه شتون او معاشونو د ځنډیدو له کبله یې په رسنۍ کې دنده پریښې ده.

د دنیای نو ټلویزیون مسوول احمدشاه فطرت هم د دغو ستونزو د تایید تر څنګ وایي، چې په دې وروستیو کې د فراه په رسنيو کې د تیرو کلونو په پرتله د ښځو ونډه کمه شوې ده.
هغه زیاتوي ، چې په رسنیو کې د ښځو د نشتون او کمرنګه حضور دلیل د امنیت نشتون او په رسنیو کې اقتصادي ستونزې دي، چې د دوی د کار په وړاندې خنډ ګرځیدلې دي . د هغه په وينا، چې که وضعیت همداسې دوام ومومي ، نو د فراه په رسنیو کې به هیڅ یوه ښځه هم کار کولو ته زړه ښه نه کړي.
بلخوا بیا د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول وحید سکوت وایي:” په دې ولایت کې ښځینه خبریالانې له ډیرو ستونزو او خنډونو سره مخامخ دي چې موږ هره ورځ په رسنیو کې د ښځو د حضور د کمیدو شاهدان یو.”
ښاغلی سکوت زیاتوي، چې مخکې زیات شمیر ښځو په رسنیو کې کار کولو، خو اوس په رسنیو کې د مالي امکاناتو د نشتون او خراب امنیتي وضعیت له کبله ې خپلې دندې پریښې دي. د هغه په وینا، چې په دې وروستیو کې نا امنۍ په فراه کې وروستۍ کچې ته رسیدلې دي او همدا لامل شوې چې ښځې له رسنیو څخه لرې والی غوره کړي او لږ فعالیت ولري.

دا په داسې حال کې دي، چې ښځې په رسنیو کې د کار لیواله دي، ځکه د دوی شتون په رسنیو کې د نورو ښځو د غږ اوچتولو سبب ګرځي او ستونزې یې د مسوولانو غوږونو ته رسول کیږي.

گزارش: پریسا رحماني
تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

دوباره کوشش کنید

په هرات کې جنسیتي توپیر او د ښځینه خبریالانو پر کار د باور نشتون

 هرات د فبرورۍ ۱۳ مه / د ۱۳۹۷ د کب ۲۲مه جنسیتي تبعیض او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *