قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای نړیواله ورځ ولمانځل شوه

 

۴ د نوامبر / د ۱۳۹۷ د لړم ۱۳ مه

په غزني کې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا د دې ولایت د ځایي خبریالانو او چارواکو په ګډون ولمانځل شوه.

په غونډه کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر جمیل وقار، په روان کال کې خبریالانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل:(( موږ په داسې حال کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای نړیواله ورځ  لمانځو، چې تر هر بل وخت مو په تیر یوه کال کې زیات شمیر خبریالان په تروریستي او جنایي پیښو کې له لاسه ورکړي دي.))

د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نیکزاد بیا د دې ولایت له ځایي چارواکو وغوښتل، چې د مافیایي بانډونو او زورواکو پر وړاندې یې ملاتړ او ننګه وکړي.

هغه وویل:(( خبریالان تل حقایق وایي او د جرمي او مافیایي بانډونو له غیر قانوني اعمالو څخه پرده پورته کوي چې له کبله یې د هغوی له ګواښ سره مخ وي، زموږ غوښتنه له حکومت څخه د همدې کړیو پر وړاندې د خبریالانو ملاتړ دی.))

په غونډه کې له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ مرکز استازې خدیجې اشرفي، نا امني د ډیری ښځینه خبریالانو د دندې پریښودو اصلي لامل وبلله.

هغي وویل:(( موږ هڅه کوو، خپلې همکارانې بیرته رسنیزو فعالیتونو ته را وګرځوو، خو له حکومت او د خبریالانو له ملاتړ بنسټونو څخه مو تمه د ښځینه خبریالانو کاري او امنیتي خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه ده.))

د حرکت نوین مدني بنسټ مشر محمد اقبال هلال هم شته امنیتي وضعیت او سختو شرایطو ته په کتو، د خبریالانو له فعالیت او په وینا یې د ولس حقیقي غږ ته انعکاس ورکول وستایل او له حکومتي ادارو څخه یې د خبریالانو امنیت او خوندیتوب ته د کلکو تدابیرو غوښتنه وکړه.

ښاغلي هلال وویل:(( روانو شرایطو ته په کتو د یوه ظالم، جابر او مافیا د غیر قانوني کړنو منعکس کول او ولس ته یې رسول ډیر سخت کار دی، چې هرڅوک یې نشي کولای، نو موږ ستاسې له دې قربانیو او کړنو څخه د زړه له تله مننه کوو.))

د غزني والي وحیدالله کلیمزي، بیا خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې ځایي اداره به یې د زورواکو او مافیایي ډلو پر وړاندې کلک ملاتړکوي او له خبریالانو یې هم وغوښتل څو د خپلو فعالیتونو په لړ کې قانون، ژورنالیستیکي اصول او اخلاقي موازین په پام کې ونیسي.

د یادونې ده چې په غزني کې له تیرې یوې لسیزې راهیسې د خبریالانو پر وړاندې کومه جنایي او تروریستي پیښه نده ثبت شوې، خو شته امنیتي ننګونې د خبریالانو د اندیښنې سبب شوې دي.

ګزارش: خدیجه اشرفی

دوباره کوشش کنید

په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې منشور په خاطر، د مرکز د کمپاینونو ادامه

کابل د دسمبر ۱۲ مه / د ۱۳۹۷ د لیندۍ ۲۱ مه په افغانستان کې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *