قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د خبریالانو د وژنو دوسیو ته دې رسېدنه وشي

د خبریالانو د وژنو دوسیو ته دې رسېدنه وشي

 

۳د نوامبر / د ۱۳۹۷ د لړم ۱۲ مه

یو شمیر خبریالان د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو په نړیواله ورځ د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د وژنو دوسیو ته د رسیدنې او څیړنې غوښتونکي شول.

افغانستان په نړۍ کې د خبریالۍ لپاره له خطر څخه ډک هیواد شمیرل کیږي. د دې تر څنګ د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جرمونو د عاملینو معافیت یو بل مهم خنډ دی.

په هیواد کې له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راپدیخوا د ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز څیړنې ښيي چې له دې شمیر څخه یوازې د پنځو قضیو عاملان د محکمې د حکم پر بنسټ مجازات شوي دي.

د فکر مرکز خبریالې نبیلا سراج په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ته وویل، چې د خبریالانو د وژلو دوسیو ته رسیدنه او پاملرنه نه ده شوې، موږ محکمې ته د دې وژنو د عاملانو د سپارلو غوښتونکي یو.

د هغې په وينا، په جبل سراج کې د صلح راډیو د مسوولې ذکیه ذکي له وژلو څخه ۱۵ کاله تیر شول، خو تر اوسه یې هم دوسیې ته پاملرنه نه ده شوې او عاملان یې محکمې ته نه دي معرفي شوي.

په غزني کې د یک ټلویزیون سیمه ییز خبریال نوید فیضي د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو دوسیو ته د نه پاملرنې څخه د اندیښنې تر څنګ وایي، چې افغانستان خبریالانو ته له خطر او ګواښ څخه ډک هیواد دی. دولت او له خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونه دې د دغو ستونزو او خنډونو د راکمولو لپاره عملي حل لارې ولټوي.

د ښاغلي فیضي په وینا، چې یوازې په روان میلادي کال کې چې لا تر اوسه پای ته نه دی رسیدلی، په هیواد کې ۱۴ تنه خبریالان وژل شوي، چې ډیریو یې په ویره اچوونکو او تروریستي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازي په هغه غونډه کې چې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې لخوا جوړه شوې وه، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته د معافیت پر ختمولو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:” دا یو له خواشینۍ څخه ډک واقعیت دی، چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی په لوړه کچه شتون لري. ځینې له دغو جنایتونو، په تیره بیا وژنې، د خبریالانو په نښه کول په ګوته کیږي او قصدي تر سره کیږي. زه د زړه له تله هغو خبریالانو ته چې وژل شوي خواشینی یم او ورته درنښت وړاندې کوم. د رسنیو او بیان آزادي د یوې خلاصې ټولنې اړتیا ده او دا ارزښتونه باید تر ګواښ لاندې رانشي.” د ملګرو ملتونو سر منشي همداشان وویل، چې کله خبریالان هدف واقع کیږي، نو په ټوله کې یې بیه یا قیمت ټولنه ورکوي. زیات شمیر خبریالان تر برید لاندې راغلل. د دغو جنایتونو تر سره کوونکي نه باید د قانون تر پنجو بیرون شي او له مجازاتو څخه د معافیت قانون باید له منځه لاړ شي.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش وایي، چې د بیان آزادۍ ساتنه د ملي وحدت حکومت سره کرښه ده او تر اوسه د خبریالانو او بیان د آزادۍ څخه د ملاتړ په خاطر ډیره هڅه شوې ده.

ښاغلي دانش له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه هم وغوښتل، چې د ویره اچوونکو او د هغوی له ملاتړو چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالو او وژنو اصلي عاملین یا لیږدوونکي دي په وړاندې جدي اقدام وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په ترڅ کې له مجازات څخه د معافیت فرهنګ پر پای ته رسیدو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د خبریالانو د وژنې ۹۵ سلنه عاملان له مجازات څخه معاف دي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایي رییس احمد قریشي لخوا ولوستل شوه راغلي:” له بده مرغه پر هغو هڅو سربیره چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب د ګډې کمیټې لخوا تر سره شوې، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست د خبریالانو د وژلو د دوسیو د جوړولو او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د وژلو قضیو ته د رسیدنې په برخه کې سم عمل نه دی کړی او بریالي نه دي او حتا ناټو ځواکونه هم چې په څو موردو کې د خبریالانو په وژنو کې ښکیل ګڼل شوي هم مرسته نه ده کړې.”

اعلامیه زیاتوي:” افغانستان د رسنیزو چارو په اړوند قوانینو کې ښه پرمختګونه لري او د حکومت لوړ پوړو چارواکو هم له رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ په خاطر له سیاسي ژمنو په خپلو خبرو کې یادونه کړې ده، خو له بده مرغه عملي ګامونه نه دي پورته شوي. اړینه ده چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته د مجازاتو معافیت ته د پای ټکی کیښودل شي.”

د ښاغلي قریشي په وینا، چې په افغانستان کې د رسنیزې ټولنې لپاره له مجازات څخه د معافیت فرهنګ د زغملو نه دی او د دغه لړۍ ادامه به د خبریالانو او رسنیو مسلکي کار ته جدي زیان واړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ۱۳۷۳ هجري لمریز کال تر ۱۳۹۷ کال په هیواد کې ۱۰۴ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي، چې ۱۵ تنه یې ښځېنه دي. سر بیره پر دې په دې موده کې دوه افغان خبریالان په پاکستان کې هم وژل شوي دي.

راپور: بهشته ایوبي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

 

 

دوباره کوشش کنید

وسله والو کسانو په کابل کې د ټلویزیون کارکوونکې او خبریاله ووژله

کابل د می ۱۲ مه / د  ۱۳۹۸د غویي ۲۲ مه پخوانۍ خبریاله او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *