قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / ټاکنې او ښځینه خبریالانو / له ټاکنو څخه په راپور ورکولو کې د خبریالانو ونډه

له ټاکنو څخه په راپور ورکولو کې د خبریالانو ونډه

 

۲۲ د اکتوبر/ د ۱۳۹۷ د تلې ۳۰ مه

رسنیو او خبریالانو په تیره بیا ښځینه خبریالانو د پارلماني ټاکنو له بهیرڅخه، چې د تلې په ۲۸ مه تر سره شوې په اطلاع ورکولو او خبر رسونه کې، بنسټیزه ونډه تر سره کړه.

د ټاکنیزو مبارزو او رایو ورکولو په ورځو کې خلکو د ټاکنو اړوند خبرونه له بیلابیلو سرچینو لکه ټلویزیون، مجازي نړۍ او ټولنیزو شبکو څخه څارل، چې خبریالانو په تیر بیا ښځینه خبریالانو هڅه کوله، چې د ټاکنو له بهیر څخه خلکو ته کره او پر وخت معلومات د زیار او زحمت په ګاللو ورسوي.

حسیبا اټکپاله د طلوع ټلویزیون خبریاله چې خلکو ته له ټاکنو څخه د راپور ورکولو په موخه ننګرهار ولایت ته تللې وه، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز سره په مرکه کې له خبریالانو سره د امنیتي ځواکونو له رفتار څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه ، سر بیره پر دې چې د ټاکنو په بهیر کې بې نظمي، امنیتي او تخنیکي ستونزې موجودې وې، خو بیا هم امنیتي ځواکونو، دولتي کارکوونکو او ویندویانو په ښه توګه حتا د ټلیفون له لارې هم خبریالانو ته معلومات او اطلاعات ورکول او د خبریالانو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو د راپور ورکولو په وړاندې هیڅ ډول خنډ یا ستونزې شتون نه درلود.

آغلې اټکپاله له ښځینه خبریالانو سره د خلکو د رفتار یا چلند په هکله داسې وایي: ” کومې جامې چې ما اغوستې وې د ننګرهار د خلکو له دود او دستور سره یې سمون نه درلود، خو ما ځان د کابل په پرتله هلته آرامه احساسولو او د ښځینه خبریالانو په وړاندې مې هیڅ ډول ستونزه او خنډ تر سترګو نشو.”

همداشان د زن ټلویزیون خبریاله فرحناز فروغ ، چې په ټاکنو کې د رایو ورکولو له بهیر څخه د راپور جوړولو په موخه د هېواد لویدیځ ته تللې وه وایي، چې ټول امنیتي او د خوندیتوب وسایل او شرایط ورته د اړوندې رسنۍ لخوا چمتو شوي وو.

د آغلې فروغ په وینا، له دې نه چې دا سهار وخته د رایو اچونې مرکز ته تللې وه او هلته هیڅوک هم نه وو، نو د پولیس افسر له ممانعت سره مخ شوه، د هغې په وینا: ” پولیس راته وویل، ته دلته څه کوې؟ ما ورته وویل، چې زه خبریاله یم او د راپور جوړولو په خاطر راغلې یم، تر هغه وروسته یې زما پیژند پاڼه وکتله او چې کله ډاډمن شو چې زه خبریاله یم نو بیا مې د کار خنډ، ونه ګرځید.”

د کلید راډیو خبریاله محبوبه کریمي هم چې د رایو ورکولو له یوه مرکز څخه یې خپلې رسنۍ ته راپور ورکولو، د امنیتي مسوولانو او خلکو له رفتار څخه خوښمنه وه، خو د کمسیون له کارکوونکو او ناظرانو څخه د معلوماتو نه ورکولو له کبله ګیله لري او وایي، چې دوی فکر کولو خبریالان د معلوماتو د تر لاسه کولو حق نلري او دوی ته یې مرکز ته دننه کیدو اجازه هم نه ورکوله.

خو، د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې اجرایي رییس صدیق الله توحیدي په دې هکله وویل، چې د رسنیو لخوا د ۲۰۱۸ د تلې د ۲۸ مې د ټاکنو د پوښښ پروسه له تیرو کلونو سره کوم توپیر نلري، د نوم ثبتونې او د ټاکنیزو مبارزاتو له ورځو نیولې بیا تر د رای ورکولو د ورځې تر غځیدو، رسنیو د اطلاع ورکولو په برخه کې خپله ونډه په ښه توګه تر سره کړه.

همداشان د ښاغلي توحیدي په وینا، همدا رسنۍ وې، چې ټاکنیزې سرغړونې او د خلکو شکایتونه یې د ټاکنو کمسیون ته ورسول او کمسیون یې دې ته اړ کړ، چې له رسنیو سره پرلپسې ناستې ولري او له سرغړونو او شکایتونو ته له رسیدنې راپور ورکړي.

هغه د رایو ورکولو په بهیر کې د خبریالانو د خوندیتوب په خاطر د نیول شوو چمتو والو په هکله وویل:” د تلې ۲۸ مې له ټاکنو څخه مخکې کمیټې له امنیتي ځواکونو او کورنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې وه، چې د ټاکنو په بهیر کې خبریالانو ته خنډونه او ګواښونه جوړ نشي او د ټاکنو په سیمو کې ورسره هر اړخیزه همکاري وشي.”

د ښاغلي توحیدي په وینا، رسنیو د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د تروریستي پیښو د راپور ورکولو څخه ډډه کوله، تر څو د خلکو ذهنونه مغشوش نشي. په ټوله کې رسنیو تشویقي بُعد یا برخه مخ ته وړله او خلک یې ټاکنو ته هڅول.

همداشان ښاغلي صدیق الله توحیدي زیاته کړه:” دا یوازینۍ ټاکنې وې چې پکې د خبریالانو په وړاندې یوازې دوه مورده د تاوتریخوالي ثبت شوي دي، یو په لوګر کې د سیمه ییز خبریال پر موټر ډزې چې له نیکه مرغه نوموړی خبریال له پیښې روغ وتلی او بل خبریال په کاپیسا کې چې د یوه کاندید لخوا وهل ټکول شوی دی.”

دا په داسې حال کې ده چې رسنیو په ټاکنو کې څو بُعدي یا څو اړخیزه ونډه درلودلې ده. له یوه اړخه یې د خلکو غوښتنې او رایې او له بل پلوه یې د هغوی سیاسي او ټولنیز لید لوري مسوولانو ته لیږدولي او د خلکو د ویندویانو او عمومي افکارو په توګه یې فعالیت کړی او همداشان یې د خلکو د نظرونو نتایج د هیواد په سیاست او فعالیتونو کې نندارې ته ایښې دي.

راپور: بهشته ایوبي

تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

 

 

دوباره کوشش کنید

په هرات کې جنسیتي توپیر او د ښځینه خبریالانو پر کار د باور نشتون

 هرات د فبرورۍ ۱۳ مه / د ۱۳۹۷ د کب ۲۲مه جنسیتي تبعیض او د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *