قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / د مرکز له طرحې څخه په ولسي جرګه کې د نوماندانو د ملاتړ پر بنسټ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز اعلامیه

د مرکز له طرحې څخه په ولسي جرګه کې د نوماندانو د ملاتړ پر بنسټ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز اعلامیه

له مرکز او ولایتونو څخه له ۷۰ تنو څخه زیات د ولسي جرګې نوماندان له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ کمپاین سره یو ځای شول

کابل

د ۱۳۹۷ د تلې ۱۴ مه / د ۲۰۱۸ د اکتوبر ۶ مه نیټه

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د نه ځورونې د منشور کمپاین په دوام، د ښځینه خبریالانو له حقونو څخه د لا زیات ملاتړ په خاطر د (( هغه استازو ته رایه ورکړئ، چې د ښځینه خبریالانو له حقونو ملاتړ کوي)) تر عنوان لاندې کمپاین د بې پولې خبریالانو د سازمان په ملاتړ د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۴ مه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې پیل کړ.

دا کمپاین په ټاکنو کې د ښځو د زیاتې ونډې د تر لاسه کولو او له هغو ښځینه او نارینه نوماندانو څخه د ملاتړ په موخه پیل شوی، چې د ښځو له حقونو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو له حقونو څخه ملاتړ کوي.

له ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ کمپاینونو د لړۍ په دوام ۷۳ تنو د ولسي جرګې نوماندانو د کابل په ګډون د اتو ولایتونو څخه له دغه کمپاین سره یو ځای او ژمنه یې وکړه چې که دوی ولسي جرګې ته لار پیدا کوي ، نو د ښځو په تیره بیا د ښځینه خبریالانو په ګټه به د قوانینو په پلي کولو او بدلون کې ژمن وي او ملاتړ به یې کوي.

صفیه صدیقي، حوا علم نورستانۍ، پرستو یاري، مریم سما، شینکۍ کړوخیل، سمیع مهدي، پښتنه عربزۍ، ذکیه وردګ، فواد امان، سید جاوید اندیش، اجمل بلوچ زاده او پریزا رحماني د ولسي جرګې نوماندان له کابل څخه ، اجمل هوډمن، پوهنیار محمد شریف عمرزی او الحاج گل حبیب حبیبي له میدان وردګ څخه ، بلقیس روشن، عبدالغفار آرمان، الحاج عبدالجلیل افغان فراهي، الحاج سید احمد همدرد، عبدالبصیر فراهي، نصیراحمد قادري، محمد ابراهیم فراهي او عبدالناصر فراهي له فراه څخه.

مریم درانۍ، حاجي محمد ابراهیم الکوزی او عبدالواسع صالحي له کندهارڅخه ، نجیبه رحماني ، عبدالودود حمزه، جاوید ناصح، عبدالرحمان رحیمي، ماه جان نادرزوی، عجب نور منگل، شیرعجم جوهر، امیربهیر، سید کریم خاکسار، غفارخان، تواب جان غفوري، پاچا خوستی، پروفیسور ډاکتر میرپتنگ او مظفر خان بابکرخیل له خوست څخه ، ماریا بشیر، رحیمه جامي، نجلا دهقان نژاد، حاجیه سوسن بهبودزاده او غلام جیلاني دقیق له هرات څخه ، هغه کسان دي، چې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د طرحې په پای کې د لاسلیک تر څنګ ولسي جرګې ته د لار موندلو په صورت کې د خپلو پیغامونو په ترڅ کې له دغې طرحې خپل ملاتړ اعلان کړ.

همداشان د دغه کمپاین د ملاتړ لړۍ په دوام، ناجیه آخندزاده، عبیدالله قانع، یورش اسحاقزاده، شکرالله مشکور، عبدالبصیر سباوون، عبدالرووف شپون، محمد انور اکرم، محب الله، مقدسه احمدزۍ، شفیقه شیرزۍ سیر، انجینر رحمن الله حمزه، صدیق الله رښتین، محمد نعیم بازمل، عزت الله پټان الکوزی، خان محمد دوست، محمد نادر معمار له ننگرهار څخه  او عبیدالله قاضي زاده، جنرال عبدالهادي ایماق، امام رضا ناصري، فضل کریم ایماق، بصیره رسولي، جوهر شاه زاخیلوال، ذکریا ظریفي، محمد امین عظیمي، محمد نعیم مخدوم، محب الله صابر، زرگل عالمي، د ولسي جرګې خپلواک نوماندان له کندز څخه هم په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز، د ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ د طرحې په پای کې د لاسلیک په کولو له دغه کمپاین سره یو ځای شول.

په داسې حال کې چې له دغه کمپاین سره د یوځای کیدو لړۍ دوام لري، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د رهبرۍ پلاوی د دغو محترمو نوماندانو له ملاتړ څخه چې د دموکراسۍ له ارزښتونو او د ښځو په تیره بیا ښځینه خبریالانو له حقونو څخه د ملاتړ پر بنست یې خپل ملاتړ اعلان کړ، د زړه له کومي مننه او درناوی کوي.

مرکز بیا هم د افغانستان له خلکو غوښتنه کوي،(( هغه استازي وټاکي، چې په قوانینو کې د ښځینه خبریالانو له حقونو څخه ملاتړ کوي.))

 

 

 

دوباره کوشش کنید

د ډایکنډي په سیمه ییزو رسنیو کې درې تنه ښځینه خبریالانې فعالیت لري

ډایکنډي د اکټوبر ۱۷/  د ۱۳۹۸د تلې ۲۵ مه د هغه معلوماتو له مخې چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *