قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرپانه / په کابل کې د تروریستي حملې په تړاو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز اعلامیه

په کابل کې د تروریستي حملې په تړاو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز اعلامیه

 

کابل د ۱۳۹۷ کال د سنبلې ۱۵ / د ۲۰۱۸ د سپټمبر ۶ مه نیټه

په ډیرې خواشینۍ چې د بیان د آزادۍ او روښنايۍ دښمنانو یو ځل بیا د یو غیر انساني عمل په تر سره کولو سره په دوو تروریستي حملو کې د ورزشکارانو او خبریالانو په ګډون یو شمیر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړل، چې له بده مرغه په دوهمه تروریستي حمله کې د طلوع ټلویزیون خبریال صمیم فرامرز او د همدې ټلویزیون تصویر اخستونکی رامز احمدي په شهادت ورسیدل.

اناالله و انا الیه راجعون!

په دغه دوو تروریستي بریدونو کې چې د سنبلې په ۱۴د سپټمبر ۵ مه / د کابل ښار د شپږمې حوزې په اړوند سیمه په یوه ورزشي کلپ کې رامنځ ته شوې، په لسهاوو غیر نظامیان د ورزشکارانو او خبریالانو په ګډون ټپیان شول. د ټپیانو په منځ کې پنځه تنه خبریالان هر یو خالد نیکزاد، حسین راستی منش او سیر د خورشید ټلویزیون ، امان فرهنګ د یک ټلویزیون او جمشید احمدي د میوند ټلویزیون خبریالان هم شامل دي.

د مرکز د رهبرۍ پلاوی په داسې حال کې چې له دغې پیښې غمجن دی، د پیښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتونکی دی.

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې فریدې نیکزاد د دغه غیر انساني عمل د غندنې تر څنګ د طلوع ټلویزیون د دوو تنو کارکوونکو شهادت د خبریالۍ ټولنې ته یوه ستره ضایعه وبلله او خپل د همدردۍ مراتب یې د دوی اړوندو بنسټونو او کورنیو ته وړاندې کړل.

میرمن نیکزاد په کشفي او امنیتي بنسټونو او ملي وحدت حکومت باندې نیوکه وکړه ویې ویل:” که دولت د دغو تروریستي پیښو د پوښښ په برخه کې یو مشخص میکانیزم درلودی او هغه یې عملي کولی او د دغو خبریالانو د امنیت په خاطر یې خاص ځواکونه ګمارلي وای، نن به د دغه ډول پیښو شاهدان نه وو.”

میرمن نیکزاد له امنیتي مسوولانو وغوښتل چې د ښاریانو په تیره بیا د خبریالانو د امنیت په تامین کې پاملرنه وکړي. همداشان یې د رسنیو له مسوولانو وغوښتل، چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیت ومني او هیڅ خبریال او کمره مین د دغو پیښو د پوښښ په خاطر پرته له محافظتي خولۍ او واسکټ ونه لیږي.

د ویلو وړ ده، دا لومړی ځل نه دی چې په ورته پیښه کې خبریالان په شهادت رسیږي، بلکې د ۱۳۹۷ کال د ثور په ۱۱ نیټه هم د شش درک سیمه کې (۹) تنه خبریالان او تصویر اخستونکي د فرشتې محرم درانۍ په ګډون شهیدان او ۵ تنه ټپیان شول.

په درنښت

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز پلاوی

 

 

 

دوباره کوشش کنید

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د دوهمې کلیزې په ویاړ او د مرکز د یو کلن فعالیت خبرپاڼه

   مارچ ۲۰۱۸ تر مارچ ۲۰۱۹ کابل افغانستان په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *