
کابل
د ۱۳۹۷ د زمري ۲۳ مه / د ۲۰۱۸ د اګست ۱۴ مه نیټه
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د بې پولې خبریالانو د سازمان په ملاتړ په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې منشور د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو سره شریک کړ.
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مشرې میرمن فریده نیکزاد د دغه منشور موخه یا هدف له ښځینه خبریالانو څخه ملاتړ، د هغوی ستونزو ته رسیدنه او همداشان د دوی په وړاندې د جنسیتي تبعیض یا توپیر کمول وښودل.
د میرمن نیکزاد په وینا چې د دغه منشور تطبیق او پلي کول اطلاعات او فرهنګ وزارت او د رسنیو مسوولانو ته راجع کیږي، چې کولی شي د منشور له موادو څخه د ښځینه خبریالانو د حقونو د دفاع او ملاتړ په برخه کې ګټه پورته کړي. هغه زیاتوي، چې دا منشور د یوه کمپاین د پیل په عنوان دی، چې د رسنیو د مسوولانو په ګډه همغږۍ او همکارۍ کولی شي، چې د ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د کار کولو خوندي چاپیریال رامنځ ته کړي.
میرمن نیکزاد زیاته کړه:” موږ ډیر قوانین او طرزالعملونه لرو، موږ په قانون کې ستونزه نلرو، ستونزه د قوانینو په تطبیق او پلي کولو کې ده. په قوانینو کې هم په ټولییزه توګه د خبریالانو په هکله ویل شوي، خو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو په هکله څه نه دي ویل شوي، خو د دغه منشور تطبیق به د ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.”
میرمن نیکزاد وایي، چې ډیری د رسنیو مشرتابه نارینه دي او پریکړه هم دوی کوي، خو ښځې باید د وړتیاوو پر بنسټ مدیریتي او د پریکړو تر کچې پوستونو ته ورسیږي او مقررې شي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین سید آقا فاضل سانچارکي د دغه منشور څخه د ملاتړ تر څنګ وویل ، چې په دې وروستیو کې دې وزارت کې ډیرې د ځورونې او جنسیتي تبعیض پیښې ثبت شوې دي، چې دا د پیښو د زیاتوالي په معنا نه، بلکې په اطلاع یا خبر رسونه کې د رسنیو د ونډې څرګندویي کوي.
ښاغلی سانچارکي وایي:” اوس د هیواد له لرې پرتو سیمو هم د ځورونې او جنسیتي تبعیض شکایتونه را رسیږي، چې تر ډیره د دغو ستونزو د حل او خنډونو د راکمیدو په برخه کې د دغه وزارت لخوا اقدام یا عملي ګام پورته کيږي.”
د هغه په وینا، چې د رسنیو د تاسیس یا جوړولو مقررې په خپریدو سره تر زیاتې کچې د ښځینه خبریالانو د حقونو د تامین په خاطر پاملرنه شوې ده، خو د یادولو وړ ده چې د رسنیو مدیرانو لخوا هم باید دا چاره پلې او تطبیق شي.
ښاغلي سانچارکي همداشان په وزارت کې د یوې کمیټې له جوړیدو خبر وکړ چې په هغې کې به د ښځینه خبریالانو د ځورونې او نور شکایتونه څیړل کیږي.
همداشان رسنیزې او د ښځو د حقونو فعالې ویدا ساغري هم له منشور څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، چې د دغه منشور خپریدل، د ښځینه خبریالانو په وړاندې د ستونزو او خنډونو په کمښت کې یو ستر او ارزښتناک ګام دی.
د میرمن ساغري په وینا، چې په ځینو رسنیو کې له ښځو څخه د ابزاري وسیلې په توګه کار اخستل کیږي او ظاهري ښکلا ته تر لیاقت او وړتیا زیات ارزښت ورکول کیږي. په رسنیو کې باید د ښځو وړتیا لوړولو ته جدي پاملرنه وشي چې په مسلکي او تخصصي توګه په مدیریتي برخو کې په کار وګمارل شي.
د کنفرانس په پای کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین سید آقا فاضل سانچارکي، د رسنیو ځینو مسوولانو هر یو: د آریانا ټلویزیون رییس خوشحال آصفي، د موبي ګروپ رییس لطف الله نجفي زاده، د آی ډبلیو پي آر مشر منیر مهربان، د یک چینل مشر عبدالله آزاد خنجاني او د کابل والي مرستیالې منیره یوسف زاده ، په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې د منشور په پای کې په لاسلیک کولو، رسما خپل ملاتړ له دغه منشور څخه اعلان کړ.
راپور: بهشته ایوبي
تصحیح: په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاتر برای دفاع از زنان خبرنگار در افغانستان