
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز وړاندیز
د رسنیو د مسوولانو اخلاقي او مسلکي ژمنه:
په افغانستان کې موږ د رسنیو مسوولان په اساسي قانون، د ملکي خدماتو، کار او مدني قوانینو، نړیوال سازمان ته ژمن نړیوال کنوانسیون، د ښځو په وړاندې د توپیر له منځه وړلو کنوانسیون ، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون، د ځورونې د مخنیوي مقرره او د افغانستان د ښځو لپاره د عمل پلان په باور، د ښځو په وړاندې د ځورونې د مخنیوي په خاطر د دې منشور په لاسلیکولو ژمن یو، چې له ښځینه خبریالانو او رسنیو کارکوونکو څخه په ملاتړ د ځورونو په راکمیدو او د دوی د حقوقو تر لاسه کولو په لار کې هڅه وکړو.
هر ډول نا غوښتی د جنسي ماهیت درلودونکی رفتار جنسي ځورونه ده، هغه که کلامي، غیر کلامي او جسمي
(رکیک الفاظو، د جنسي اړخونو درلودونکې ټوکې، له بدن سره فزیکي تماس، د ویرې او ډار خورول، کنایه ویل او شهوت آمیزه نظر، څارل، د ښځې بدن ته زیات نژدې کیدل، د جنسي غوښتنې په بدل کې د استخدام او ارتقاع وعده، غیر مسلکي او آنلاین ځورونې/ تلیفوني او …) وي.
موږ د ښځو په وړاندې د هر ډول ځورونې هغه که رواني وي یا جنسي او تر هر عنوان لاندې ( مذهب ، سنت ، فرهنګ او ټولنیزې ستونزې) او یا هم د رسنیو د مدیرانو او مسوولانو د شخصي سلیقو د اعمال مخنیوي ته ژمن یو.
د ښځینه همکارانو د برابرو حقونو او د کاري خوندیتوب او امنیت لپاره، د لاندې ټکو په نظر کې نیولو سره هلې ځلې کوو:
– د ښځو پیاوړتیا، د ښځینه خبریالانو په ګمارلو د دوی د وړتیا او استعداد سره سم او د پریکړو د مدیریت په برخه کې د ښځو الزامي حضور او د رسنیو په مدیریت کې د تجربه لرونکو ښځو شاملیدل.
– د ښځینه خبریالانو د حقونو او امنیت تضمین په لیکنو او د ماموریت په سیمو کې
– په رسنیو کې د جنسي ځورونې عاملینو ته د دغو ناوړه او غیر اخلاقي اعمالو د کمولو په خاطر د څرګندې غندنې او انظباطي جزا ټاکل
– د جنسي برابرۍ په پام کې نیولو سره په رسنیو کې دننه او بهر د ښځینه خبریالانو او ښځینه کارکوونکو په وړاندې د جنسي ځورونې پیښو ته رسیدنه او د هغو په ګوته کولو ته په کم وخت کې د ستونزو د حل کمیټو رامنځ ته کول.
دا دستورالعمل قانوني حکم نلري، خو په رسنیو کې د ښځو د موقف د لوړولو او همکارۍ د فضا رامنځ ته کولو
او د رسنیو د کیفیت ښه والي په خاطر یوه اخلاقي او مسلکي ژمنه ده. نو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز له ټولو رسنیو څخه غواړي، چې دا موارد رعایت او د دې منشور په لاسلیکولو د ښځو په وړاندې د جنسي ځورونې په مبارزه کې یو ځای شي.
د مدیر نوم او د رسنیز بنسټ نوم
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاتر برای دفاع از زنان خبرنگار در افغانستان