قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / د ښځینه خبریالانو پېژندنه / میرمن خموش: په دې وروستیو کې د خبریالانو وضعیت خراب شوی

میرمن خموش: په دې وروستیو کې د خبریالانو وضعیت خراب شوی

کابل

د جولای ۷ مه /  د  ۱۳۹۷چنګاښ ۱۷ مه

سهیلا وداع خموش د افغانستان له نومیالیو خبریالانو څخه یوه ده ، چې ۱۶ کاله کیږي د رسنیو په بیلابیلو برخو کې کار کوي. هغې خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په ادبیات پوهنځۍ کې پای ته رسولې دي.

میرمن خموش سربیره پر خبریالۍ، له لیکوالی سره هم مینه او لیوالتیا لري.

د هغې له لیکل شویو لاسته راوړنو څخه کولی شو د هغې د لنډو کیسو له ټولګو (آخرین امید، نیمګړې هیلې) او د انتقالي عدالت او هغه ته د لاسرسي څرنګوالي په هکله لیکنې څخه یادونه وکړو.

ومې غوښتل دا ځل له دې پیاوړې میرمنې سره مرکه وکړم چې تاسو لوستونکو ته به هم په زړه پورې وي.

له میرمن خموش څخه مې وپوښتل:

د خبریالۍ کار مو څه ډول پیل کړ؟

زما د پوښتنې په ځواب کې یې داسې وویل:

د خبریالۍ چارې مې په لومړي ځل په کال ۱۳۸۲ کې له چراغ ورځپاڼې سره پیل کړې ، چې په لومړیو کې مې جنایي ګزارشونه او وروسته بیا د دغې ورځپاڼې د څلورو پاڼو د مطالبو جوړول  زما دنده وه همداشان د دې تر څنګ د هنر او ادب پاڼې، د ټولنیزو راپورونو او امنیتي خبرونو چمتو کول، داستان او طنز لیکلو دنده هم زما وه.

ښه میرمن خموش:

د خبریالۍ په برخه کې څه لاسته راوړنې لرئ؟

ځواب: د خپل کار په کلونو کې مې له بیلابیلو رسنیو څخه ستاینلیکونه تر لاسه کړي او همداشان مې د بیان د آزادۍ جایزه مې هم تر لاسه کړې ده. باید ووایم، ټول ستاینلیکونه چې د رسنیو لخوا راکړل شوي د ښو او غوره راپورونو په خاطر وو.

میرمن خموش: آیا د خبریالۍ په وخت کې له تاوتریخوالي یا ګواښ سره مخ شوې یاست؟ که مخ شوي یاست د چا لخوا ؟ او د ستونزې د حل په لار کې دولت او له خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو له تاسو ملاتړ کړی کنه ؟

ځواب: هو د خبریالۍ په وخت په تیره بیا د امنیتي خبرونو او څیړنیزو راپورونو د جوړولو په وخت کې د امنیتي ځواکونو د کسانو لخوا له وهلو ټکولو سره مخامخ شوې یم. چې په څو څو ځله د انتحاري او انفجاري حملو په وخت کې د نظامي ځواکونو لخوا وهل شوې او ټکول شوې هم یم. چې دا پیښې د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو پورې اړوندې دي. چې د دغو قضیو په حل کې یا خپله دولت او کله هم په کمه کچه له رسنیو څخه ملاتړ کوونکی (نی) دفتر شامل وو.

خو لکه څنګه چې باید ملاتړ کوونکي بنسټونه د قضیو په حل کې ونډه واخلي، نه یې نه ده اخستې بلکې دا بنسټونه د قضیو او پیښو د شمیرو یا ارقامو په نیولو کې مصروف دي، خو بیا هم سل په سلو کې یې په ګټورتیا سترګې نشو پټولی.

خو د خبریالانو د اتحادیو په هکله باید ووایم چې دا اتحادیې تل د خپل شتون په هکله په خپل منځي اختلافونو بوختې دي. لکه همدا دوه اتحادیې ، چې په یو نوم یې اعلان د موجودیت کړی.

 

ښه میرمن خموش! ستاسو په نظر د افغانستان په رسنیو کې کار کول څه ډول دي؟ آیا د کار په بهیر کې سانسور شوې هم یاست؟

ځواب: زما په اند اوسنیو شرایطو ته په کتو د افغانستان په رسنیو کې کار کول ډیر ستونزمن دي، چې په دې برخه کې څو ستونزې موجودې دي:

۱- اطلاعاتو ته د لاسرسي په لاره کې د دولت او مخالفینو لخوا د خنډونو رامنځ ته کول

۲- د راپورونو چمتو کولو په لار کې د خبریالانو د ځاني امنیت نشتون

۳- د کاري خوندیتوب نشتون او د رسنیو د مشرانو لخوا د کار د دوام غوښتنه

۴- په رسنۍ کې د مالي وضعیت له کبله د کار دوام د تضمین نشتون

۵- د ځینو مشرانو لخوا له خبریالانو څخه ناوړه ګټه اخستنه

۶- د خبریالانو د خوندیتوب قوانینو نه عملي کیدل

۷- او په رسنیو کې دوه ګونی چلند د دې لامل ګرځېدلي چې خبریالان په رسنیو کې له کار کولو لاس په سر شي، چې په هره برخه کې ښځینه خبریالانې زیاتې متضررې کیږي.

هو! څو ځلې سانسور شوې یم ، خو د ځینو ملاحظاتو له کبله یې دلته نشم مشخص کولی.

میرمن خموش! په ټوله کې د افغانستان د رسنیو وضعیت څه ډول ارزوئ؟ آیا په رښتیا د بیا آزادي شتون لري؟

ځواب: د بیان د آزادۍ په هکله باید ووایم چې تر یوې کچې شتون لري، خو په دې باید سترګې پټې نه کړو چې د ۲۰۰۲ کلونو په پرتله نن سبا خبریالۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. دا ستونزه له هغه ځایه پیل کیږي، چې ځینې خبریالان غیر مسلکي چلند کوي یا هم د ځینو زورواکانو لاس وي او په ځینو برخو کې رسنۍ په ځینو کړیو پورې تړلې وي او تجارتي عمل کوي.

 د خپل کار د وخت یوه خاطره له مرکز سره شریکه کړئ، چې په زړه پورې او اغیزناکه واقع شوې وي!

ځواب: په خپل ۱۶ کلن کاري وخت او زمان کې خامخا له خوږو او ترخو خاطرو سره مخامخ شوې یم.

خندوونکې خاطره مې دا ده چې زما په اند ۲۰۳ یا ۲۰۰۴ کال و، یوه شپه ویده وم چې لکه انفجار یو درز شو له خوبه پاڅیدم ، ساعت ته مې وکتل د سهار شاوخوا درې بجې وې، په داسې حال کې چې ځان مې بیرون تګ ته اماده کولو، چې بل خطرناک غږ مې تر غوږ شو، په بیړه مې امنیه قومندانۍ ته زنګ ووهلو او د پیښې پوښتنه مې ترینه وکړه، هغوی هم راته وویل تر اوسه مو جزئیات نه دي تر لاسه کړي، چې لږ شیبه وروسته بیا د آسمان د تالندې او بریښنا غږ شو او باران په وریدو شو، نو زه خندا واخستم او د قومندانۍ پولیس هم خندل.

خو تر ټولو له درد څخه ډکه کاري برخه د ژوند مې په دې وروستیو کې دا ده، چې د اقتصادي ستونزو او د کاري نه خوندیتوب له کبله خلاف د رشتې د ټاکنو په کمسیون کې کار کوم. همداشان له ډیرو داسې ستونزو سره مخامخ کیږم چې دلته یې نشم ویلی… او تر دې بیا سخته دا ده راته چې کله مې هم مسلکان زما د کاري ماحول څخه د راپور جوړولو په خاطر راځي او ما ویني تعجب کوي او شاید دوی هم د خپل رسنیز کار راتلونکې زما له وضعیت څخه تصور کړي، چې یوه ورځ به دوی هم زما په شان حالت سره مخامخ شي.

په خواشینۍ سره باید ووایم که وضعیت همداسې ادامه پیدا کړي، موږ به په ټولنه کې زیات شمیر خټګر، مزدورکار او دوبي خبریالان ډیر ولرو. ځکه په دې وروستیو کې زیات شمیر خبریالان په آزادو کارونو لکه برګر خرڅول، مزدور کاري، د هوټلونو چارو مخ ته وړل او حتا د بازار پرمخ د لاس پلورونکو په توګه په کار لګیا دي، چې واقعا د اندیښنې وړ خبره ده.

زما په اند د رسنیو شمیر که کم شي، له یو بل سره په یو ځای کیدو دوی کولی شي ښه او همغږی کار وکړي او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو په ملتیا به وکولی شي اوسنی بحراني وضعیت کابو کړي.

میرمن خموش! ستاسو په اند له خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو په تیره بیا په افغانستان کې د ښځینه  خبریالانو د ملاتړ مرکز تر کومې کچې د خبریالانو په ملاتړ او وړتیا  لوړولو کې ګټور کارونه تر سره کړي دي؟

ځواب: د ملاتړو بنسټونو کار د وړتیا لوړولو په برخه کې ښه دی، خو د ملاتړ په برخه کې تر یوې کچې پکې کم کاري او نه وړتیا تر سترګو کیږي. په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز له فعالیتونو ډیره نه یم په جریان کې ، خو همدا چې د ښځینه خبریالانو څخه د ملاتړ په خاطر داسې یو مرکز رامنځ ته شوی او د ښځینه خبریالانو لپاره کار کوي، بې له شکه خالي له ګټې به نه وي او موږ ښځینه خبریالانې د وضعیت ښه کیدو په خاطر دغه مرکز ته د امید سترګې لرو، چې شته ستونزې راکمې شي او زه بیرته خپل مسلک او کار ته لاړه شم.

ښه میرمن خموش! ستاسو څخه په مننې په پای کې غواړم د خپل شخصي ژوند په هکله هم راته ووایاست!

ځواب: واده مې کړی او یوه لور د حاسنات په نامه لرم. له خپل شخصي ژوند څخه د ادریس جان الکوزي ( زما خاند) سره خوښه یم او د یوې مهربانې کورنۍ په درلودو ( د ادریس جان پلار، مور، وروڼو او مهربانې خور) په شتون ویاړم . په پای کې غواړم په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ له مرکز څخه مننه وکړم، راته یې د مرکې فرصت برابر کړ.

 

گزارش: بهشته ایوبی

تصحیح: مرکز حمایت از زنان ژورنالیست در افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *