قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / د ښځینه خبریالانو پېژندنه / میرمن برښنا:هیڅکله تهدیدونو او ستونزو ته تسلیمه شوې نه یم

میرمن برښنا:هیڅکله تهدیدونو او ستونزو ته تسلیمه شوې نه یم

 

۱۳۹۶، سنبله ،۱۴

افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ملاټر مرکز

میرمن برښنا شیرزۍ یوه مدني فعاله او ښځینه ژورنالسته ده چې خوا او شا ۱۵ کاله کیږي د ژورنالیزم په ډګر کې په ډیرو بدو حالاتو کې د کنړ په ولایت کې کار کوي، د یاد ولایت په کچه مبارزه ښځه ده ، له امنیتي ستونزو او اخطارونو سره چې د وسله والو طالبانو لخوا ورته کول کیږي، خپل کار څخه لاس نه اخلي ، که د کار کولو او پرمختګ زمینې ورته برابرې شي نور هم راتلونکي کې ځلیږي او ټولنې ته په ځانګړې توګه ښځو ته د خدمت جوګه کیږي.

د افغانستان د ښځینه ژورنالستانو ملاتړ مرکز ځانګړې مرکې یې کړې له هغې سره ، چې تاسې ښاغلو او اغلو ته یې وړاندې کوي.

۱: لومری مهربانی وکړئ لوستونکو ته ځان معرفي کړئ اودزده کړوپه اړه مومعلومات راکړئ؟

ځواب:نوم مې بریشنا شیرزی ده، چې په  ۱۳۵۱ کال د کابل د پغمان ولسوالۍ په یوه روڼ انده  کورنۍ کې زیږیدلې یم. لومړۍ زده کړې مې پغمان ولسوالۍ کې ترسره کړې او بیا منځني او بکلوریا زده کړې مې د کابل خیر خانې بي بي سروري سنګري په عالي لیسې کې پر کال ۱۳۶۸(۱۹۸۹) کال کې بشپړې کړي دي.

لوړې زده کړو مې د لیسانسBA  تر کچې پورې د کنړ د سیدجمالدین افغان پوهنتون د ادبیاتو په څانګه کې ترسره کړې، له لسم ټولکي څخه راپدې خوا د ژورنالیزم او خبریالۍ له مسلک  سره مې شوق او علاقه پیدا شوه،چی زما لومړی مقاله د هیواد پالنې په نومه په انیس ورځپاڼه کې خپره شوه، چې وروسته له هغې خلکو ډېره تشویق او وستایلم او د ژورنالیزم سره نور هم شوق او علاقه مې زیاته شوه.

۲:تاسې خپل کار له کوم ځایه پیل کړ؟

ځواب: په ۲۰۰۴ میلادي  کال کې مې  د یوې ښځینه خبریالی په توګه د کونړ ولایت په ملي راډیو تلویزون کې کار پیل کړ،کله کله مې هلته ویاندويي هم کوله، په دې برخه کې مې ډیر ورکشاپونه او غونډې ترسره کړی، همدا شان د کونړ له ولایته مې  نورو راډیوګانو او تلویزونونو سره هم همکاري کوله. چې په ۲۰۱۰ کال کې د لوپټې مجلې په نوم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مې رسماْ د فعالیت جواز تر لاسه کړ.

۳: د مجلې د  کار پیل څخه اصلي موخه څه وه ،یانې په کومو برخو کې مو فعالیت درلود که په لنده توګه معلومات راکړئ ښه به وي؟

ځواب:  د لوپټې مجلې اساسي  هدف او ستراتیژي په لاندې ټکو کې در لنډوم .

  1. د کونړ ولایت میرمنو ته عامه پوهاوی ورکول او ښځې د خپلو حقونو څخه خبرول.
  2. انجونې ښوونځو ته او بیا لوړو زده کړو ته تشویقول په دولتي او غیر دولتی موسیساتو کې کار او فعالیت ته هڅول.
  3. بلاخره غواړو چې میرمنې لوستی او د خپلو نارینو سره اوږه په اوږه د افغانستان د بیا روغونې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

همدا شان درې لویو جرګو کې مې د کونړ د ښځو په استازولۍ  فعاله ونډه درلوده:

الف:تدبیر لویه جرګه .

ب: مشورتي لویه جرګه

ج: عنعنوي لویه جرګه افغانستان

۴:دخبریالۍ په برخه کې موتجربه څومره ده؟

جواب: د خبریالۍ  په برخه کې تقریبا ۱۴ کاله عملي تجربه لرم چې راډیو تلویزون او بیا د چاپي رسنیو او اوس د خپلی مجلې مسوله مدیره یم.

۵:تردامهاله څه لاسته راوړنې لرئ؟

ځواب: په دغه ۱۴ کالونو کې می ډیرې انجونې او میرمنې د کار ډګر ته رابللې دي، چې همداوس په مختلفو موسیساتو کې کار کوي.همداشان په څلورو انتخاباتي دورو کې مې ښځې تشویق کړي چې فعاله ونډه واخلي. بله ښه لاسته راوړنه زما د تشویق په اساس  اوسمهال کونړ دولتي او غیر دولتي ادارو کې لس سلنه ښځینه کارکوونکي دي.

۶:ستاسو ددې بریاوو شاته د چا لاس دی، په شخصي  ټوګه  مادي او معنوي ملاټرکوونکي مو څوک دي، کورني ملاتړ لرئ او که نه که د کورنۍ ملاتړ درسره نه وای په داسې نا امن ولایت کې کار به داسې ته څنګه وو؟

ځواپ:  د لوپتې مجلې د چاپ او نشر په برخه کې د ۲۰۱۰ راپدیخوا USAID او کله PGF مالی ملاټړ کړی دی. د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا دغه مرستې بندې شوې، چې اوس مهال د فرهنګي ځوانانو او مدني فعالانو لخوا راسره مرستې کیږي.

معنوي ملاتړ د خپل خاوند او کورنۍ وه  راسره ،چی زه دومره مخکې لاړم زما سره په کارونو کې مې خاوند سیدرحمن بیکور چې یو خپلواک خبریال او یوروڼ اند انسان دی، مرستې کوي.

خاوند مې تل زه یې هڅولی یم ،څو د کونړ راډیو تلویزون کارکوونکې او بیا د لوپټې مجلې مسول مدیره شوم ، د کونړ ولایت په میرمنو کې او  بیا د افغانستان  وتلې او نامتو ښځو په کتار کې  راغلم دا زما د میړه هلې ځلې وې.

۷:داچې په نا امنه ولایت کې اوسیږئ،تر اوسه له څه ستونزو او تاوتریخوالو سره مخ شوي یاستئ؟

ځواب: په لومړیو کې د خپلو خلکو او هم د مخالیفنو لخوا بی شماره تهدیدونه او فشارونه وو، خو دا چې د روڼ اندو، مدنی فعالانو او د دولت ملاتړ راسره وه هیڅکله می دغو شیانو ته غاړه نه کیښوده ،سره له دې چې نا امني ډېره وه او د مخالیفنو له خوا شب نامې، تهدیدنه او فشارونه ډېر وو،مګر ما خپل کار ته ادامه ورکړه او دې تهدیدونو ته تسلیمه نه شوم.

۸:تاسې یوه میرمن یاستئ،رسنیزکارونه څومره تاسې ته ستونزمن دی؟

ځواب: په کونړ ولایت کې د تاوتریخوالی سره می په کلکه پنجه وهلې ده او ورته تسلیم شوې نه یم. په یوه داسې ټولنه کې چې درې لسیزې په کې جنګ روان وي، د رسنیو سره کار کول اسان کار نه دی ، ځکه چې ټول بنیادونه ټکیدلي او نړیدلي دي، چې په هیواد کې هیڅ ډول قانونیت او امنیت وجود نه لري او هم د یو هیواد چې ۷۵ خلک یې نا لوستي وي د رسنیو کار ډیر سخت دی.

۹:راتلونکي پلان او برنامی موڅه ده؟

ځواب: په راتلونکي  کې  مې پلان دی چې د لوپتې مجلې لپاره یو ښه ملګری پیدا کړم او لوپټې مجلې ته لا نور پراختیا ورکړم او خپله مجله په ملي او او نړیواله کچه ورسوم.

۱۰:له مرکزي دولت او نړیوالې ټولنې څخه موغوښتنه څه د،د یوې مدني ښځې په توګه څه تمه  لرئ ؟

ځواب: له دولته او نړیوالو موسسو څخه مې هیله ده چې،  د لوپټې مجلې په چاپ او نشر کې راسره مرستې وکړي او هغه رضاکارې انجونې چې ماسره کار کوي هغو ته  یو څه معاش ورکړل شي.

 

۱۱: د ښځینه خبریالانو د حمایت مرکز یا همداسې نورو نهادونو چی جور شوي دي، ستاسو نظر په دې اړه څه ده آیا ښځو ته موثر واقع کیدای شي،  ستاسو تمه او توقع څه دی؟

ځواب: که داسې نهادونه ډیر شی او یا هم له شتوو ادارو سره مرستې ډيرې شي ، نو دا به په راتلونکي کې د ښځو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو فعالیتونو ته لار هوارول وي او ښځې به په هیواد کې د ښې راتلونکي لرونکي وي.

د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز د هرې ښځینه خبریالې یا د رسنیو کارکوونکې لپاره مهم نهاد دی، باید دغه شان مرکز لا پخوا جوړ شوی وای. په اوسنیو شرایطو کې د ښځینو خبریالانو ستونزو د حل  لپاره ډیر مهم دی، هم پکار دی چې باید نړیوال که د نارینو لپاره دغه شان نهادونه جوړوي ښځینه خبریالانو لپاره هم جوړ کړي. شخصاً زه د یوې خبریالې یا د یوې مجلې د مسولې په توګه د دغه شان نهادونو غوښتوونکې یم او په کلک یې ملاتړ کوم.

مرکه:افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *