قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / زموږ په اړه / د افغانستان د ښځینه ژورنالستانو د ملاټر مرکز

د افغانستان د ښځینه ژورنالستانو د ملاټر مرکز

(CPAWJ) افغانستان کې د ښځینه رسنیز فعالانې شبکه ده چې د بي پوله خبریالانو (RSF) او له خبریالانو نړیوال دفاعي سازمان په مرسته افغانستان کې د ښځینه ژورنالستانو له حقونو په ټولنه او کاري چاپيریال د دفاع په موخه جوړ شوی.

د دې نهاد مرکزي دفتر کابل کې موقعیت لري ، همدارنګه په ۱۰ ولایتونو کې د لسو فعالې ژورنالستانو په ملتیا ولایتي مرکزونه هم لري.

افغانستان کې ښځینه ژورنالستان له یوې خوا د بیان آزادی دښمنانو لخوا قرباني کیږي او له بلې خوا د قانون د ځینو نه روښانه او په ټولنه او کاري چاپيریال کې د تبعیض ښکار دي.

دا وړ تاوتریخوالي او زورونې د ښځینه ژورنالستانو پر وړاندې ورځ تر بلې زیاتیږي او د ښځینه ژورنالستانو تعداد کمیږي. ځینو ولایتونو کې ښځینه ژورنالستان له ډيرو ستونزو سره کار کوي او په ځینو ولایتونو کې خو بیخي ښځینه ژورنالستان نه لیدل کیږي.

ښځینه ژورنالستان د جنګ او نا امنیو لومړۍ قربانیان او په کاري چاپيریال او ټولنه کې اصلي ترین قربانیان دي،نو دې وضعیت ته باید د پای ټکی کیښوستل شي، د ښځینه ژورنالستانو پر وړاندې تاوتریخوالی او د هغو تهدید د اطلاع رسونې د آزادۍ او د رسنیز آزادۍ د محدودولو لپاره کوښښ کول دی.

افغانستان کې د ښځینه ژورنالستانو د ملاټر مرکز (CPAWJ)د ښځینه ژورنالستانو د وضعیت په اړه رپور ورکونه ، رسنیو سره په ملتیا، دولت او مدني ټولنو سره په تعامل او د ښوونیزې دورې په لار اچونې سره د ښځینه ژورنالستانو د وضعیت د ښه والي کوښښ کوي.

د مزد او مساوي حقونو د ترلاسه کولو،کاري چاپیریال کې د زورونې او جنسیتي آزار منع کول او همدارنګه د رسنیو په رهبریت او مدیریت کې د ښځینه ژورنالستانو برخه اخستل د دې مرکز له اساسي موخو څخه ګڼل کیږي.

افغانستان کې د ښځینه ژورنالستان مرکز(CPAWJ)د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۷ مه زړورو ښځو ته یوه ډالۍ ده ، ځکه همدا ښځې سره له ډيرو ستونزو او امنیتي ننګونو د خبر رسونې په موخه او د معلوماتو د لاسرسۍ حق په موخه ټاکل شوی.

د بیان آزادي او آزاد او خپلواک معلوماتو ته لاس رسۍ په تیرو ۱۶ کالونو کې لویه لاسته راوړنه ده. د افغانستان په تاریخ کې د دومره کچې رسنیو او خبریالانو فعال کول بي مخینه وو.

په هر حال تاوتریخوالی او تهدید د خبریالانو پر وړاندې دوام لري ، چې له دې جملې ښځینه ژورنالستان د نورو په نسبت د تهدید،تعصب او تاوتریخوالي قربانیانې دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *