قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د پروان سیمه ایزه اداره د بیان آزادۍ ملاټر او تاوتریخوالو قضیو ته رسیدل خپل مسوولیت ګڼې

د پروان سیمه ایزه اداره د بیان آزادۍ ملاټر او تاوتریخوالو قضیو ته رسیدل خپل مسوولیت ګڼې

 

چاریکار ښار

15 ثور / می 2017

دغه ویناوې انجینر عاصم عاصم د پروان والي په هغه غونډه کې وکړه چې هلته د ژورنالستانو لویه ډله ، مدني فعالان او دولتي چارواکي په یاد ولایت کې د بیان آزادۍ د لمانځنې په ویاړ جوړه شوې وه، وکړه .

پروان والي د بیان آزادۍ ورځ مبارکي وویل او زیاته یې کړه :« مطبوعات د دولت د څلورم رکن په توګه د نورو نهادونو په څنګ کې کولی شي د یوې ټولنې د افکار په لوري ورکولو کې او د حکومتي پایو په ټینکښت کې برعکس خپل رول په اغیزناکه توګه ولوبوي.»

نوموړی پروان کې د خبریالانو د دندو زیاتیدو او ښه والي په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د پروان سیمه ایزه اداره د بیان له آزادۍ ملاټر کوي او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي او د هغو قضیو ته د رسیدو مسوولیت لري.

د پروان والي د رسینو رسالت یې مهمه وګڼه او له خبریالانو یې غوښتنه وکړه چې خپل مسوولیت په اساسي توګه ترسره کړي.

پروان کې د خپلواکو خبریالانو د ټولنې رییس عبدالغفار روفي زیاته کړه چې د می میاشتې دریمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالوه ورځ دې ټولو رسنوالو ته مبارکه وي.

نوموړی د خبریالانو له نړیوال فدراسیون ،د خپلواکو خبریالانو ټولنه او نورو هغو ادارو څخه چې د خبریالانو ملاټر کوي، او همدارنګه له سیمه ایزې ادارې د ددې ورځې د لمانځنې په پار مننه وکړه.

ښاغلی روفي زیاته کړه چې ، دغه ټولنه د رسنیو ترمنځ د همغږۍ په موخه ،د ناستو او همدارنګه د خبریالانو اړوندو ورځو د لمانځنې او د خبریالانو له حقونو د دفاع په پار کوښښ کوي، چې دې چارو سره د خبریالانو باور پر د افغانستان د ښځینه خبریالانو ملاټر مرکز زیات شوی .

نوموړی همدارنګه د خبریالانو د مصوونیت کمیټې جوړښت یې یوه لاسته راوړونه وبلله.

ښاغلی روفي د ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اوسمهال هم په ځینو برخو کې د سانسور او خودسانسوري په برخو کې فشارونه شته ، همدارنګه اطلاعاتو ته نه لاسرسۍ او د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي نورې ستونزې هم دي.

له هغه وروسته جبل السراج کې د صلح راډیو ریس عبدالاحد رنجبر، میرمن روشنا خالد د روشنګر خپرونې مسووله ، د ولایتي شورا وکیله حسیبا عفت ،د دنیایی نوین راډیو رییس ډاکټر محمد شفیع مشفق او نور خبریالان د مطبوعاتو نړیوالې ورځې لمانځنه د مطبوعاتو د تقویت او اغیزې په اړه فرضت وګڼله .

همدارنګه محمد عالم د پروان د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونه د خبریالانو ملاټر دي.

دغه ناسته د پروان ولایت رهبري هییت ، مسوولین ، ولایتي شورا غړو، رسنوال، د پروان ولایت خبریالان او ژورنالستان په ګډون چې هغو کې نارینه او ښځینه شامل وې د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ کې په لاره واچول شوه.

د دې غونډې په پای کې ستاینلیکونه د خبریالانو نړیوال فدراسیون او خپلواکې ټولنې لخوا جوړ شوي وو د والي او یو شمیر نورو مسوولینو لخوا خبریالانو ته ورکړل شو.

رپور:وحیده شهکار

ایډيت: افغانستان د ښځینه ژورنالستانو د ملاټر اداره

دوباره کوشش کنید

ښځینه خبریالانې په مستعار نوم فعالیت کوي

  میدان وردک ۲۹ جولای/ ۷ اسد ۱۳۹۸ میدان وردک یو له هغو ولایتونو څخه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *