قالب وردپرس قالب وردپرس آموزش وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس وردپرس
کورپانه / خبرونه / د مطبوعاتو له نړیوالې ورځې لمانځنه بل رنګ وه ، د ښځینه خبریالانو هیلې یې پیدا کړې

د مطبوعاتو له نړیوالې ورځې لمانځنه بل رنګ وه ، د ښځینه خبریالانو هیلې یې پیدا کړې

هرات

14 ثور 96 / 4 می 2017

هرات کې د مطبوعاتو نړیوالې ورځې له لمانځنې سره سم ، افغانستان کې د ښځینه خبریالانو اداره هم جوړه او د(صلاح الدین سلجوقي ) تر نامه لاندې رسنیزې جایزې د رسنیزو مطالعاتو او څیړنیز انستیتوت لخوا ورکړل شوې.

ښځینه خبریالانې په دې غونډه کې په ډيره کچه لیدل کیدې .

هرات کې د ښځینه خبریالانو د ادارې مشرې میرمن نقیبه بارکزي پر وینا ، اوس مهال په هرات کې ۷۰ تنه میرمنې خبریالانې کار کوي.

د میرمن بارکزي پر وینا چې په دې دوو کلونو کې د ښځینه خبریالانو په کچه کې ډیروالی راغلی ، په داسې حال کې چې ۲۰۱۴ کال او له هغه وروسته هرات کې د ښځینه ژورنالستانو کچه ټیټه شوې وه.

به گفته خانم بارکزی،این رقم در دو سال گذشته،  رو به افزایش بوده و آنچنانیکه سال ۲۰۱۴ و مدتی پس از آن،‌ بیشتر خبرنگاران زن ترک شغل در این عرصه را داشتند،  خوش بختانه امروز این شگاف دوباره پر شده است.

ډيرۍ ښځینه خبریالانې هرات کې تر ټولو عمده ستونزه کاري ماحول کې تړلې فضا، کورنۍ کلتورونه او باورونه ګڼې .

د دغو ښځو پر وینا ټولنیزې زورونې ،متل ویل ، جنسي زورونې ، امنیتي ستونزې ، د رسنیو لږه تنخوا او اقتصادي ستونزې له هغو ستونزو څخه ګڼل کیږي چې په دې برخه کې د ښځینه خبریالانو د پرمختګ مخه نیسي.

دغه اداره په داسې حال کې افتتاح شوه چې د مطبوعاتو نړیواله ورځ هرات کې بل ډول رنګ درلود.ټول نهادونه او هغه مراکز چې د خبریالانو د حقونو په برخه کې کار کوي د هرات ولایت له اطلاعات او فرهنګ ریاست سره یوځای له دې ورځې لمانځنه وکړه.

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو پوهنځي رییس میرمن سهیلا عرفاني یادونه وکړه چې نن میرمنې په خپله خوښه دغه رشته ټاکي ، چې همدا د دې لامل شوی چې ان د تحصیل  پر مهال پر دندو ګمارل کیږي ، او د تیرو لسیزو په نسبت دغه چاره ښه شوې ده.

هغې زیاته کړه چې له خبریالانو ملاټر ادارې د ټولو هغو فعالیتونو په لرلو سره د خبریالانو او دولتی ادارو ترمنځ د اړیکې جوړولو وسیلې شي.

میرمن عرفاني زیاته کړه :« موږ ګورو ډیرۍ هغو ځایونو نه چې نارینه نه شي کولی له هغه خبرونه جوړ کړي خو ښځینه خبریالانو ته دا کار امکان لري مګر ځینې ستونزې د هغو مخې ته شتون لري ، دغه ستونزې د دې باعث ګرځې چې ښځې ډیر کم هغو ته لاس رسۍ ولري، په همدې موخه که دغه ملاټري ادارې میرمنو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي ښه به وي.»

میرمنې د کاري ملاتړ، کاري امنیت او کاري بیمې غوښتونکې دي ، نن که رسنوال وغواړي خپل کارکوونکي له دندې د اقتصادي ستونزو پر اساس لري کړي ، لومړي ښځې له دندو لري کوي ، او به ډیرو برخو کې د ښځو مالي امکانات نسبت نارینه وو ته کم دي.

په یاده جشنواره کې د نارینه تر څنګ ښځې هم په بیلابیلو برخو کې مډالونه او امتیاز تر لاسه کړي، او ښځینه خبریالانې د دغه نهاد جوړیدا په ښه فال ګوري او له هغو غوښتنه کوله چې ښځو ته د کار کولو زمینې برابرې کړي.

حمیرا حبیب

خپلوراکه خبریاله ، هرات افغانستان

۵ می ۲۰۱۷

دوباره کوشش کنید

په رسنیو کې د ښځو د موقعیت لوړولو لپاره د نه ځورونې منشور په خاطر، د مرکز د کمپاینونو ادامه

کابل د دسمبر ۱۲ مه / د ۱۳۹۷ د لیندۍ ۲۱ مه په افغانستان کې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *